هنګري کې د ماین وېرې ۸۰۰۰ کسان بې ځایه کړل

د خپريدو وخت: 16:39 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال ناچاودېدلي ماین، پولیس دې ته اړ کړي، چې ۸۰۰۰ کسان له هغې سیمې وباسي.

داسې ویل کیږي، چې دغه ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن لرونکی ماین، به امریکايی وي.

دغه بم د اوسپنې له یوې پټلۍ سره نژدې موندل شوی دی.

کارپوهان هڅه کوي، چې دغه بم د ورځې تر پایه خوندي کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .