برتانیا د بي بي سي د مخکني وړاندې کوونکي ادعاوې پلټي

د خپريدو وخت: 05:39 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

په برتانیا کې پولیسو د هغو ادعاوو په اړه خپلې پلټنې پراخې کړې چې وايي د بي بي سي تلوېزیون یوه پخواني وړاندې کوونکي جیمي ساویل پر ماشومانو جنسي تېري کړي دي.

ساویل تېرکال د ۸۴ کالو په عمر ومړ، خو د سکاټلنډ یارډ پولیسو څېړونکي وايي یو لړ داسې څېړنې یې پیل کړي چې په ترڅ کې یې د نورو ژوندیو کسانو په اړه هم پلټنې کېږي.

د ژوندي کوم کس نوم نه دی په ډاګه شوی.

پولیس وايي په بي سارې ډول یې پر شاخوا دوه سوو کسانو له احتمالاً شویو جنسي تېریو پرده پورته کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .