د ګاډي اوښتو ۲۱ ایراني زده کوونکي وژلي

د خپريدو وخت: 07:59 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

ایراني رسنیو ویلي چې ددغه هېواد په جنوب لوېديځ کې د ګاډي چلولو پرمهال لږترلږه ۲۱ زده کوونکي وژل شوي دي.

د ایران حکومتي رادیو د پولیسو د یوه جګپوړي مشر له خولې ویلي، چې په دې پېښه کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) د وژل شوو زده کوونکو شمېر ۲۶ ښودلی دی.

دغه بوږنوونکې پېښه د تېرې جمعې پر ماښام له لارې د یوه مساپر وړونکي بس د اوښتو له کبله رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي چې وژل شوي کسان د بروجن ښار اوسېدونکي دي.

خو د مهر په نامه یو بل ایرانی خبري اژانس د لویو لارو د کنټرول د برخې د پولیسو د مشر له قوله وايي چې په ګاډي کې د پېښې پرمهال ۴۴ کسان سپاره وو، چې له لارې واوښت.

ددغې پېښې اصلي لامل د ګاډي ډېر تېزوالی او د ګاډي په کنټرولولو کې د چلوونکي ناتواني په ګوته شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .