بشارالاسد د لبنان په چاودنه تورن شو

د خپريدو وخت: 05:37 گرینویچ - شنبه‬ 20 اکتوبر 2012 - 29 تله 1391

د سوریې ضد لبناني سیاستوالو د سوریه پلازمېنه بیروت کې په لوی بمي برید تورنه کړه.

پخواني صدراعظم سعد حریري نېغ په نېغه د سوریې ولسمشر بشارالاسد د لبنان د ملي پولیسو او امنیتي ځواک د استخباراتو د مشر ویسام الحسن په ترورولو تورن کړ.

الحسن د هغو لږ ترلږه اتو کسانو په ډله کې و چې پرون په چادونې کې ووژل شول.

ویسام الحسن په ۲۰۰۵ کال کې پر پخواني صدراعظم رفیق حریري د بمې برید په اړه د څېړنو مشري هم کړې وه چې په پایله کې يې سوریه په بمې برید کې په لاس لرلو تورنه شوه.

امریکا او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لبنان کې بمي برید غندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویکټوریا نیولینډ وویل:

''موږ د زړه له تله خپله خواخوږي له هغو کورنیو سره څرګندو چې عزیزان یې وژل شوي او ټپیان دي. موږ د لبنان له خلکو سره ولاړ یو او د باثباته او خپلواک لبنان لپاره خپله ژمنه بیا نوې کوو.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .