م م سوریه کې ممکنه سوله ساتو ته پلان جوړوي

د خپريدو وخت: 06:58 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391

ملګري ملتونه وايي که په سوريه کې د اوربند پر وړانديز سلا وشي، دوی د شوني سوله ساتي ځواک لپاره بيړني پلانونه جوړوي.

د م م سوله ساتيو ځواکونو څانګې مشر (هرو لاډسوس) وويل دغه پلانونه لا لومړني دي، او لا دېره وختي ده چې ووايي چې څومره سوله ساتيو ځواکونو ته اړتيا ده.

د سوريې لپاره نړيوال استازي لاخضر ابراهيمي حکومت او یاغيان هڅوي چې د اوونۍ پای کې د لوی اختر پر مهال لنډمهالي اوربند ته غاړه کېږدي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .