د بي بي سي نیوزنایټ مدیر له دندې لرې شو

د خپريدو وخت: 06:57 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391

د بي بي سي د روانو چارو مخور ټلوزيوني پروګرام (نيوزنايټ) مدير په داسې حال کې له خپلې دندې ښکته شوی، چې د بي بي سي پخواني پروګرام وړاندې کوونکي جېمي ساوېل پر وړاندې پر ماشومانو جنسي تېري په اړه د يو راپور نه خپراوي پرېکړې پر سر پلټنه روانه ده.

د بي بي سي يو بل پروګرام پانوراما د دې لانجې په اړه چې (نيوزنايټ) خبريالانو په کې د دغې کيسې غورځولو دليلونه ننګولي، خپله پلټنه خپره کړې ده.

د بي بي سي يوې اعلاميې ويلي د (نيوز نايټ) مدير لومړی سپيناوی چې د راپور ولې له خپرولو بند شوی و، ناسمه يا نابشپړ و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .