هلمند کې یو افغان او دوه برتانوي سرتېري وژل شوي

د خپريدو وخت: 07:40 گرینویچ - پنجشنبه 25 اکتوبر 2012 - 04 لړم 1391

هلمند كې په خپل منځي ډزوكې يو پوليس اودوه برتانوي سرتېري ووژل شوو.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنگ وايي، چې د چهارشنبې په ورځ مازديگرد پنځوبجو په شاوخواكې د گرشك ولسوالى په مالگيرسيمه كې د برتانوي ځواكونو دوې گزمې وتلې وې چې يوې گزمې یې يوپوليس چې شخصي جامې يې اغوستي وې و ليد اود وسله وال طالب گومان يې پرې کړی.

د ده په خبره، بهرنيو پوځيانو پردغه پوليس ډزې كړې او ویې واژه، خو بلې گزمې بیا پر لومړۍ گزمې د طالبانوگمان كړى اوورباندې یې ډزې كړي، چې د دې ډزو په ترڅ كې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي دي.

نوموړی وايي، چې دغه مرگ ژوبله د ناسم پوهاوي په ترڅ كې رامنځ ته شوې اوپوليس پكې هيڅ لاس نه لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .