له عمران خان امریکايي چارواکو پوښتنې وکړې

د خپريدو وخت: 20:17 گرینویچ - شنبه‬ 27 اکتوبر 2012 - 06 لړم 1391

پاکستانی سیاستوال او پخوانی د کرېکټ لوبغاړی عمران خان وایي د امریکا د کډوالو چارو مسولینو د کاناډا په پلازمېنه تورنتو کې هوایي ډګر څخه په یوې الوتکې کې بدرګه کړ چې په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه پوښتنې ترې وکړي.

ښآغلي خان ویلي د امریکایي چارواکو له خوا د پوښتنو ګروېږنو له کبله یې د نیویارک الوتنه له لاسه ورکړه.

عمران خان چې د پآکستان د عدالت غورځنګ مشر دی په وار وار د امریکا د هغو بې پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي چې مشکوک اورپکي یې په نښه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .