عاج ساحل کې بندیان کړول شوي

د خپريدو وخت: 13:26 گرینویچ - شنبه‬ 27 اکتوبر 2012 - 06 لړم 1391

د بخښنې نړېواله اداره يا امنستي انترنشنل وايي سږ کال د عاج په ساحل کې څه د پاسه ۲۰۰ کسان په ناقانونه توگه بنديان او کړول شوي دي.

دغه اداره زياتوي کارکوونکو يې داسې وگړو سره خبرې کړي چې وايي د امنيتي ځواکونو له لوري له نيول کېدو وروسته له جنسي پلوه ځورول شوي او يا ورته برېښنايي ټکانونه ورکول شوي.

د بخښنې نړېوالې ادارې اندېښنه څرگنده کړې چې دا نيونې د يو شمېر بريدونو په غچ کې کېږي چې پړه د پخواني ولسمشر لاورنت بگبو پر پلويانو اچول کېږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .