د اوکراین واکمن ګوند وايي ټاکنې یې وګټلې

د خپريدو وخت: 07:23 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

د اوکراين ولسمشر وېکټور يانوکوېچ په مشرۍ د سيمو ګوند په نامه واکمن ګوند په پارلماني تاکنو کې د بري اعلان کړی دی.

د رايو ورکونې بهير پای کې ۲۸ سلنه رايې ګټلې وې. د دوی ستر سيال د بندي شوې پخوانۍ لومړۍ وزيرې يوليا ټيموشېنکو د پلرني خاورې ګوند له ۲۵ سلنې کمې رايې وړې دي.

د هغو ګوندونو ترمنځ چې اټکل دی لومړی ځل پارلمان ته لار ومومي د (سوک) په نامه د فساد ضد ګوند دی، چې سوک وهنې بخوانی اتل ،ټالي کليچکو يې مشري کوي.

ټاکنو ته د مبارزې پر مهال د مېرمن ټيموشېنکو ګوند پر ښاغلي يانوکوېچ تور لګاوه چې د د ډيکتاتورۍ ټينګښت هلې ځلې کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .