عراق کې د بریدونو پړه سني ډلې منلې

د خپريدو وخت: 20:33 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

په عراق کې يوې سني ډلې چې له القاعده سره اړيکې لري ويلي د مسلمانانو د لوی اختر په ورځو کې د ډزو او بمي چاودنو د لړۍ مسووليت د دوی پر غاړه دی.

په دغو څلور ورځنيو رخصتيو کې لسګونه کسان ووژل شول.

دغه ډله وايي بريدونه يې د عراق د امنيتي ځواکونو له لوري د سني ښځو د ادعا شوې نيونې په غبرګون کې کړي دي.

دوی وايي دغه ښځې په دې موخه نيول شوې وې چې مشکوک سړي پرې پيدا کړي.

دغې ډلې همدا راز د تاوتريخوالي د نورو پېښو خبرداری هم ورکړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .