د مالي کړکیچ پر سر الجزایر کې خبرې کېږي

د خپريدو وخت: 20:32 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د مالي د سياسي کړکیچ پر سر د خبرو لپاره الجزایر ته رسېدلې ده.

د مالي په شمال کې اسلامپالو واک تر لاسه کړی دی.

الجزایر په سيمه کې ستر پوځي ځواک دی او د مالي په شمال کې د پوځي مداخلې لپاره يې ملاتړ ډېر مهم دی.

د دې مياشتې په لومړيو کې د امنيت شورا يو پرېکړه ليک صادر کړ چې پر مټ يې په مالي کې نړېوالې پوځي مداخلې ته لار پرانيزي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .