اوباما توپان ځپلو ته د لاسنيوي ډاډ ورکړی

د خپريدو وخت: 05:56 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

ولسمشر اوباما د امريکا په شمال ختيځ کې د لوى سمندري توپان څخه اغيزمن شوو خلکو ته ويلي، چې حکومت ېې په خوا کې ولاړ دى.

ده په نيو جرسي کې د ځينو تباهيو له ليدلو وروسته دغه څرګندونې کولې.

د امریکا د متحد ایالاتونو په نهه ايالتونو کې تر ۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

دغه راز د نورې تباهۍ ترڅنگ په ميليونو کسان برېښنا نه لري. ولسمشر اوباما وويل د برېښنا راوستل د هغه د کارونو په لومړيتوب کې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .