سعودي کې د تيلي ټانکر چاودنې ۱۰ کسه وژلي

د خپريدو وخت: 07:38 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې د یوې چاودنې له امله لس تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

چارواکي وايي چاودنه د تېلو په ټانکر کې د اور د لګېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

په یوه راپور کې ویل شوي ټانکر له یوه پله سره جنګېدلی دی.

ویل شوي د پېښې له امله ګڼې صنعتي ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .