کلنټن د سوريې په اپوزېسيون کې بدلون غواړي

د خپريدو وخت: 05:52 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

د امريکا د بهرنیوچارو وزيرې هيلري کلنټن د سورېې د اپوزيسيون په مشرتابه کې د لوى بدلون غږ کړى دى.

ميرمن کلنټن ويلي دي راتلونکې اوونۍ په قطر کې کېدونکې خبرې بايد دا باوري کړي، هغه کسان چې په سورېې کې د ننه د ولسمشر اسد د رژيم پر ضد جنگيږي، بايد هلته استازيتوب ولري.

دې وويل داسې اپوزيسپون بايد موجود وي چې د سورېې د ټولو برخو او وگړو غږ پورته کړاى شي.

موږ دغه راز داسې اپوزېسيون ته اړتيا لرو چې دا خبره ېې ثابته کړي وي چې د اسلام پالو له خوا د سورېې د انقلاب غلا کولو په وړاندې ېې مقاومت کړى وي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .