د موريتانيا د ولسمشر ټپونه په رغېدو دي

د خپريدو وخت: 07:05 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

د موریتانیا ولسمشر محمد بن عبدالعزیز ویلي هغه ټپونه یې اوس په جوړیدو دي چې درې اوونۍ وړاندې یې ظاهرآ په یوه تصادفي پیښه کې د ټوپک له ډزو اخستي وو.

دغه ډزې د هغه د یوه سرتیري لخوا شوې وې.

د ولسمشر زوی احمد العزیز خبریالانو ته ویلي چې پلار به یې ډیر ژر د یوه فرانسوي پوځي روغتون څخه وایستل شي او موریتانیا ته به ولاړ شي.

داسې اندیښنې ډیرې دي چې ګني د ولسمشر په نشتوالي سره به په هیواد کې بې ثباتي رامنځته شي.

لویدیځ هیوادونه ولسمشر عزیز ته چې په ۲۰۰۸ کال کې د کودتا په پایله کې ولسمشر شو، د سیمې د اسلامي تند لارو پر وړاندي د یوه خنډ په سترګه ګوري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .