چاودنې دډڼډ ولسوالۍ امنیه قومندان وواژه

د خپريدو وخت: 07:23 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

د کندهار دامنیه قومندانۍ ویاند غورځنګ افریدی وایی، چې نن سهار ۹ بجې په یوه چاودنه کې د ډڼډ ولسوالۍ امنیه قومندان رحمت الله خان وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي دی.

دهغه په خبره نن سهار وسله والو دپنجوایې او ډڼډ ولسوالیو تر منځ پر یوه امنیتې پوسته برید کړی و، چې د ډڼډ امنیه قومندان هغې سیمې ته پر لاره و، چې پری دسړک غاړې ماین چاودنه وشوه.

هغه وایي، چې په دغه نښته کې دری تنه وسله وال وژل شوي، چې مړي یې له پولیسو سره دي.

ډڼډ دکندهار یوه تر ټولو ارامه ولسوالي ده چې په تېرو دوو کلونو کې لومړی ځل دی چې دا ډول پيښه په کې رامنځ ته کیږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .