کیوبا پر امریکا د لاسوهنې تور پورې کړ

د خپريدو وخت: 06:00 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

کيوبا پر امريکا تور لگولى چې د دغه هېواد د کمونست حکومت د کمزوري کولو لپاره د منظمو هلو ځلو له لارې له ناراضيانو سره مرسته کوي، چې انټرنیټ ته لاس رسى ومومي.

د کيوبا د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې په پلازمېنه هاوانا کې د امريکا ديپلوماتيک استازي يې حکومت مخالفو ته روزنه، مالي مرستې او تکنالوژي برابروي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي په هاوانا کې د امريکا د گټو خوندي کولو څانکې کيوبايانو ته انټرنیټي خدمات برابر کړي او دا يې رد کړې چې گواکې موخه يې د حکومت ضد کړنې وې.

په کيوبا کې انټرنیټ ته لاس رسى ډېر محدود کړل شوى. خو ځينو فعالينو د حکومت د ننگولو لپاره انټرنیټ کارولى دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .