برتانیا مصر کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي خبر ورکړ

د خپريدو وخت: 16:30 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزرات د مصر په سینا کې د ترهګرو بریدونو د احتمال د ډېروالي خبردارې ورکړی او د ګواښنې کچه یې له عادي څخه لوړې کچې ته پورته کړې ده.

دغه ګام وروسته تر هغه پورته شوی چې د ویناوو له مخې په سینا کې د القاعدې د یوې احتمالي توطیې خبر ورکړل شو او وسلې هم ترلاسه شوې دي.

بل پلو د مصر پولیسو په قاهرې کې د هغوی په وینا د ترهګرو ځالې له منځه وړي، او هغه طرحې یې کشف کړي په کې پر لوېدیځو سیلانیانو بریدونه وکړي.

بل پلو د مصر له سینا څخه راپورونه وايي دوه تنه پولیس په ډزو وژل شوي دي.

په تېر کال کې د ولسمشر حسني مبارک تر لېرې کېدو وروسته په دغې سیمې کې نا آرامي ډېره شوې ده.

د مصر تلوېزیون وايي په پېښه کې دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.

هیڅ ډلې د دغه برید پړه بر غاړه نه ده اخیستې خو د پولیسو سرچینې یې پړه پر وسله والو اسلامپالو ور اچوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .