امریکايي بېړۍ ۵۱ کاله وروسته خپل ځای ته ستنه شوه

د خپريدو وخت: 09:40 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391

د امریکا لومړنۍ الوتک وړونکې بېړۍ یو ای ایس انټرپرایز چې په اتومي وسلو سمبال وه ۵۱ کاله وروسته د ویرجنیا په نورفولک کې خپل ټاټوبي ته راستنه شوه.
دغه امریکايي بېړۍ چې د کیوبا توغندیو بحران څخه نیولې د افغانستان تر عملیاتو پورې یې په ګڼو فعالیتونو کې ګډون کړی راتلونکې میاشت یې کار پای ته رسیږي.
ددغې ۹۵ زره ټنه بار وړونکې بېړۍ ځای به تر ۲۰۱۵ کاله ډک نه شي. په موقته توګه به امریکايي الوتک لېږدونکو بېړیو شمېر ۱۰ ته راټيټ شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .