د تشدد له امله خېبر ایجنسۍ تر ټولو زیانمنه سیمه ده

د خپريدو وخت: 07:51 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391

له قبایلي ایجنسیو څخه خېبر ایجنسۍ هغه سیمه بلل شوې، چې د روان کال په اوږدو کې په کې د تشدد تر ټولو ډېرې پېښې رامنځ ته شوې.

په هغو شمېرو کې، چې د قبایلي سیمو لپاره د سیاسي ادارې له خوا خپرې شوې، ویل شوي دی، د روان کال له پیل راهیسې د اکتوبر تر میاشتې پورې په خېبر ایجنسۍ سیمه کې ټولټال ۹۶ بمي چاودنې، ځانوژونکي او راکټي بریدونه شوي دي.

د دې شمېرو له مخې، په دې پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکي کسان او ۲۰ پوځیان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په خېبر ایجنسۍ کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پاکستان پوځ او نیمه پوځي امنیتي ځواکونه په پوځي عملیاتو بوخت دي، خو دوی نه دي توانیدلي سخت دریځي وسله وال له دې سیمې وشړي، چې د خېبر پښتونخوا ایالت مرکزي ښار پېښور ته څېرمه پرته ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .