د بحرین پلازمېنه پرله پسې چاودنو ولړزوله

د خپريدو وخت: 10:26 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391

د بحرین په پلازمېنه منامه کې پرله پسې چاودنو دوه کسان وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

ځايي چارواکي وايي دغه پنځه چاودنې د هغو بمونو په وسیله شوې، چې په کور کې جوړ شوي وو.

د بحرین دولتي خبري اژانس دغه چاودنې یو تروریستي عمل بللی دی. خبریالان وايي په بحرین کې په حکومت ضد غونډو او مظاهرو له بندیز لګېدو ورسته د تېرو څو میاښتو په اوږدو کې د دغه هېواد پولیس په نښه شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .