سوري فعالانو د مخالفتونو ګنګوسې رد کړې

د خپريدو وخت: 06:28 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391

سوریه کې د حکومت مخالف فعالانو یوې مهمې ډلې د سوریې ملي شورا غړو هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکي په قطر غونډه کې د بشار الاسد د حکومت مخالفو د متحد کولو په غونډه کې سخت اختلافونه رابرسېره شوي دي.

په قطر کې د بي بي سي له خبریال سره د خبرو پر مهال اسامه مونجد وویل، چې دغه خبرې اترې به ښه پایله ولري.

د ده په خبره "موږ هیله مند یو، چې دغه مذاکرات به بې پایلې نه وي، نه یوازې دا چې موږ به د سوریې د ملي شورا لپاره د نوي مشر، نوي ولسمشر، نوې ځانکړې کمیټې په جوړلو بریالي شو، بلکې له نورو حکومت مخالفو ډلو سره به هم له هېواده بهر او یا د یوه داسې موقت حکومت په جوړولو خبرې اترې وکړو، چې د سوریې په هغو شمالي او شمال لوېدیځو سیمو کې چاري پرمخ یوسي، چې د بشار الاسد له حکومته ازادې شوې دي."

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .