ناپېژاندو کسانو د پاکستاني پوځ ډرېور وواژه

د خپريدو وخت: 08:56 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391

د شمالي وزیرستان مرکزي ښار مېرانشاه ته نژدې نامعلومو کسانو د پاکستاني پوځ د ګاډو پر یوه کتار ډزې کړې. ځايي چارواکي وايي برید کونکي په یوه ګاډی کې ناست وو. د ځايي چارواکو په وینا د پاکستاني پوځیانو د ګاډو کتار له مېرانشا څخه د قطب خیلو لور ته د تګ په حال کې و، چې پرې ډزې وشوې. د دوی په خبره د ډزو له امله د پوځی کتار د یوه ګاډي ډرېور سیداکبر ځای پر ځای ووژل شو. برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .