سوریه: نښتو او چاودنو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 07:48 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

د سوریې دولتي رسنۍ او مخالف فعالان وايي یوه ځانمرګي موټر بم په حما ولایت کې ګڼ شمیر کسان ووژل.

د سوریې لپاره د بشري حقونو څارونکي وايي لږ ترلږه ۵۰ امنیتي کسان په برید کې وژل شوي دي.

دغه راز د سوري حکومت مخالفه ډله وايي په شمالي لوېدیځ کې د ادلیب په ولایت کې هوايي برید شاخوا ۲۰ تنه یاغیان ووژل. دا شمېرې په خپلواکه توکه نه دي تایید شوي.
د دمشق په یوې دولتي سیمې کې هم د موټر بم چادونه شوې. دولتي رسنۍ وايي څلور کسان یې وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .