باراک اوباما او مېټ رامني یوه بل ته مبارکي ورکړه

د خپريدو وخت: 06:53 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

په امریکا کې د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل شوی باراک اوباما د دغه هېواد په شکاګو ښار کې خپلو پلویانو ته وینا کوي.

ده وویل موږ یوه امریکايي کورنۍ یو. د ده په خبره موږ پوهیږو، چې د امریکا لپاره مهم کارونه په مخکې پراته دي. نوموړي د سخت ټاکنیز کمپاین لپاره مېټ رامني ته تبریک ووایه.

اوباما له خپلو ټاکنیزو رضا کارانو هم مننه وکړه او دوی یې د نړۍ غوره ټاکنیز کارکونکي وبلل. د ده په خبره غواړم د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له رامني سره همکاري وکړم.

اوباما د امریکا لومړی تورپوستی ولسمشر دی، چې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې پاتې شو. څو شیبې مخکې د ولسمشر اوباما سیال کاندید مېټ رامني خپلو پلویان ته په وینا کې له هغو مننه وکړه.

مېټ رامني دغه راز خپل سیال باراک اوباما ته هم د ټاکنیزې بریا لپاره مبارکي وویله. په هغو ټاکنو کې، چې د رایو شمېرنه یې څو شیبې مخکې پای ته ورسېده، اوباما د خپل سیال مېټ رامني د ۲۰۳ رایو په مقابل کې ۳۰۳ رایې تر لاسه کړې.

مېټ رامني درایو له پایلې معلومېدو وروسته په خپله وینا کې له خپل ټاکنیز مرستیال او ټولو پلویانو مننه وکړه. د نوموړي په خبره ما ته د سیاست په پرتله د خپل هېواد خلک لومړیتوب لري. د ده په خبره باید دواړه ګوندونه د امریکا د پرمختګ لپاره له یوهع بل سره همکاري وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .