امریکا: ایراني جیټ پر څارګرې الوتکې برید کړی

د خپريدو وخت: 05:01 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

امريکا وايي ايران تېره اوونۍ د خليج نړيوالو اوبو د پاسه د دوی پر يوه بې پيلوټه الوتکه بريد کړی دی.

د امريکا د دفاع وزارت وايي ايراني جېټ پر دغې بې پيلوټه الوتکې څو ګوزارونه کړي، خو الوتکه نه ده لګېدلې، او بېرته اډې ته ستنه شوې ده.

د امريکا دفاع وزارت ويلي ايران ته خبرداری ورکړل شوی و، چې امريکا به په سيمه کې د څارنې عمليات ترسره کوي، او که اړتيا وه خپل پوځي وسايل به ساتي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .