اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ نښته شوې

د خپريدو وخت: 08:07 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

د غزې تړانګې او اسراییلو ترمنځ په یوې ناڅاپي نښتې کې چې د پولې په اوږدو کې شوې څلور فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.
د اسراییلو پوځ وايي نښته هغه مهال وشوه چې د غزې په شمال کې د دوی پر ګزمې د ټانک ضد توغندی وتوغول شو او څلور پوځیان یې ټپیان کړل.

په ځواب کې یې د اسراییلو پوځ په غزې تړانګې کې یو ځای په نښه کړ. فلسطینیان وايي ټول وژل شوي ملکیان دي. راپورونه وايي اسراییلو د غزې پر نورو برخو هم ډزې کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .