اردن کې د استخباراتو پخوانی مشر په بند محکوم شو

د خپريدو وخت: 12:06 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

د ادرن د استخباراتو پخوانی مشر جنرال محمد الدحابي د ملي شتمنیو د غلا او له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور په ۱۳کاله بند محکوم شو.
ښاغلی دحابي لومړنی لوړ پوړی اردنی چارواکی دی چې د حکومت له لوري د فساد پر ضد د مبازرې تر اعلان وروسته نیول کیږي.


د خلکو تر پراخو لاریونونو وروسته حکومت د فساد پر وړاندې د مبارز اعلان وکړ. ښاغلی الدحابي د زندان تر څنګ د محکمې له لوري ۳۰ میلیونه ډالره جریمه شوی هم دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .