ایرانی سړی د قاچاق په جرم په ۱۲ کاله بند محکوم شو

د خپريدو وخت: 08:48 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

په افغانستا ن کې یو ایرانی سړی د نشه یې موادو د قاچاق په تور په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

دغه ۲۷ کلن ایراني غوښتل له هرات ولایت څخه نهه کیلو ګرامه نشه یې مواد ایران ته واړوي چې د سرحدي پولیسو له خوا ونیول شو .

دغه سړي له ترکمنستان څخه ۳۶ زره لیټره پطرول راوړي و او غوښتل یې په بېرته تګ کې دغه نشه یې مواد د تیلو په بوشکو کې له ځان سره ولېږدوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .