پر کابل ښار توغندويي بریدونه: یو تن وژل شوی

د خپريدو وخت: 06:34 گرینویچ - سه شنبه 13 نومبر 2012 - 23 لړم 1391

افغان پولیس وايي پر کابل ښار د توغندويي بریدونو له امله یو تن وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.

نن سهار لږترلږه درې توغندي د ښار په ختیځو سیمو ولګېدل، یو توغندی د افغان څارګرې ادارې سره نژدې لګېدلی دی.

تر اوسه هیڅ ډلې د دغو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .