کوټه کې د چاودنې له امله یو شمېر کسان ټپیان شول

د خپريدو وخت: 12:52 گرینویچ - سه شنبه 13 نومبر 2012 - 23 لړم 1391

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې یوه چاودنه شوې، چې په کې یو شمېر کسان ټبیان شوي دي. چاودنه د کوټې هوايي ډګر ته په غځېدلي سړک شوې، چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو یو ګاډی یې ښکار شو. د پاکستان د امنیتي ځواکونو( ایف سي) ویندوی مرتضي بیګ وايي په چاودنه کې د دغه ځواک درې سرتېري ټپیان شوي دي. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه چاودنه د ریموټ کنترول په وسیله شوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .