شي جېنپینګ د چین د کمونېست ګوند مشر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 10:57 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

په چین کې د واکمن کمونست ګوند د کنګرې له لارې ځوان نسل ته د واک لېږدونه پیل شوه. د ولسمشر هوجین تاو مرستیال شي جېنپینګ چې تمه ده په راتلونکې لسیزه کې د چین د کمونست ګوند مشري وکړي د څه باندې دوه زرو استازو له خوا د کمونست ګوند د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د سیاسي بېو رو نوی مشر د تړلو دروازو تر شا د میاشتو خبرو اترو وروسته وټاکل شو چې د پنجشنبې په ورځ به دنده ترلاسه کړي. ولسمشر هوجین تاو د ګوند له مشرۍ لېرې شوی خو د راتلونکي کال تر پایه به د ولسمشرۍ دندې ته دوام ورکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .