نوې سروې:ډېر افغانان د هېواد راتلونکی مثبت بولي

د خپريدو وخت: 10:03 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

د ایشیا فاونډېشن په نامه څېړنیزې ادارې په خپله هغه سروې کې، چې پایلې یې تازه خپرې شوې، ویلي چې په افغانستان کې د تېر کال پر خلاف ډېر خلک د هېواد د راتلونکي په اړه مثبت فکر کوي.

د سروې د موندنو له مخې په دغه هېواد کې خلک د ټاکنو په وسیله د خپلو مشرانو ټاکل غوره ګڼي. په سروې کې راغلي، چې ۸۱ سلنه وګړي د افغان حکومت له مخالفینو سره د سولې او پخلاینې لپاره د دولت د هڅو ملاتړ کوي.

د ایشیا فاونډېشن ادارې د څېړنې له مخې ۸۷ سلنه افغانان دا مني چې ښځي او نارینه باید یوشان کاري فرصتونه ولري. دغه راز د تېرو کلونو په څېر سږکال بیا پر افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان د خلکو د باور کچه لوړه ښوول شوې.

د دې تر څنګ دغې سروې موندلي، چې ۲۸ سلنه کسان ناامني، ۲۷ سلنه وزګارتیا او ۲۷ سلنه افغانان فساد په خپل هېواد کې تر ټولو مهمې ستونزې بولي.

د دې سروې په ترڅ کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له کابو ۶۳۰۰ کسانو سره مرکې شوې دي.

ملي وضعیت، امنیت، سوله او پخلاینه، اقتصادي وده، د خدمتونو وړاندې کول، حکومتوالي، فساد، سیاسي ګډون، عدلي او قضايي سسټم، ښځه او ټولنه او معلوماتو ته لاسرسی هغه موضوعګانې دي، چې د سروې په ترڅ کې یې له دغو کسانو څخه په اړه پوښتل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .