پاکستان یو شمېر طالب بندیان خوشي کوي

د خپريدو وخت: 07:37 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

پاکستان د ګڼو افغان طالب بندیانو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.افغان چارواکو دغه حرکت چې په اسلام آباد کې د خبرو پر مهال شوی د سولې بهیر سره د مرستې په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

چارواکو بي بي سي ته وویل د طالبانو د واکمنۍ د عدلیې وزیر ملا ترابي په ګډون به لوړ پوړي چارواکي له بنده خلاص شي.

په اسلام آباد کې د بي بي سي خبریال وايي تمه کیږي چې افغانستان ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو تر ستنېدو وروسته د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره پر نورو هم اغېز پرې باسي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .