اسراییلي بریدونو ۱۳ فلسطينیان وژلي

د خپريدو وخت: 11:38 گرینویچ - پنجشنبه 15 نومبر 2012 - 25 لړم 1391

په داسې حال کې چې اسراییلو د حماس ډلې یو جګپوړي پوځي مشر له لسو کسانو سره وواژه، یوځل بیا یې پر غزې بریدونه کړي، چې لږترلږه ۱۳ ولسي وګړي په کې وژل شوي دي.

له غزې تراډې په ځوابي توغندیو بیا درې اسراییلیان وژل شوي دي.

دغه اسراییلي وګړي هغه مهال ووژل شول، چې په کیرات مالاتشي سیمه کې یې پر کور توغندی ولګېد.

اسراییلي چارواکو ویلي چې توغندی پر څلور پوړیزه ودانۍ لګېدلی چې دوه کسان یې ټپیان کړي هم دي.

تېره شپه حماس پر اسراییلو تر ۵۰ ډېر توغندي توغولي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .