م. م د اسراییلو او غزې کړکېچ څېړي

د خپريدو وخت: 07:52 گرینویچ - پنجشنبه 15 نومبر 2012 - 25 لړم 1391

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بېړنۍ غونډه کې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د غزې پر سر کړکېچ تر بحث لاندې نیولی.

ددغې شورا مشر هردیپ سینګپوري ویلي دا کړکېچ باید ودرول شي.

عربي هېوادونو له امنیت شورا غوښتي وه چې د اسراییلو هغه برید وغندي چې په تېرې چارشنبې په کې د حماس لوړ پوړی پوځي مشر احمد الجعبري او لس نور کسان ووژل شول.

خو متحده ایالتونو په کلکه د اسراییلو ددغه ګام ملاتړ وکړ او ویل یې چې اسراییلو له غزې څخه د فلسطینیانو د راکټي بریدونو په غبرګون کې د خپل ځان ددفاع حق درلود.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .