د هند د ښوونځي پر کتاب نیوکه شوې

د خپريدو وخت: 06:03 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

په هند کې د ښوونځي پر يوۀ کتاب له دې امله نيوکې شوې، چې په کې راغلي هغه کسان چې غوښه خوري په عمومي توگه درواغ وايي.

دغه کسان تر ډېره تاوترخوالي ته لاس اچوي او يا هم جنسي جرمونه کوي.

د روغتيا او پاکوالي په تړاو دغه کتاب د هند د يوۀ وتلې ښوونيزې خپرندويې ادارې له خوا چاپ شوى.

پوهانو له حکومته غوښتي چې د ښوونيزو کتابونو په برخه کې دې تر ډېره کنترول په خپل لاس کې ولري.

خو چارواکي وايي دوى يواځې نصاب ټاکې او دا ښوونځيو ته نه شي ويلى چې کوم کتابونه واخلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .