امریکا برما ته پر توکو لګېدلی بندیز لیرې کړ

د خپريدو وخت: 06:05 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

امريکا، دغه هېواد ته له برما نه په ډيرو وارديدونکو توکو لگيدلى بنديز لېرې کړى.

دغه پرېکړه برما ته د ولسمشر اوباما له سفره يواځې څو ورځې دمخه شوې ده.

امريکايي چارواکو وويل د لس کلن بنديز د پای ته رسېدو موخه په برما کې د سياسي سمونونو ملاتړ، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگرۍ ته د نويو فرصتونو برابرول دي.

خو د غميو پر وارداتو لگيدلى بنديز به پرځاى وي.

ټاکل شوې ولسمشر اوباما د راتلونکې دوشنبې په ورځ برما ته ولاړ شي. ښاغلى اوباما به لومړنى امريکايى ولسمشر وي چې برما ته سفر کوي.

تېر کال په برما کې پوځي حکومت له شاوخوا پنځو لسيزو وروسته پاى ته ورسېد چې تر هغه وروسته دغه هېواد د چټکو بدلونو شاهد دی.

خو د چارو کار پوهان په دې باور دي چې امريکا له برما سره د خپلو اړيکو په عادي کولو کې ډېره بېړه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .