فلېپين کې پوځیان او سرتېري وژل شوي

د خپريدو وخت: 17:42 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

د فلېپين پوځ وايي د نوي فلېپين د ګوریلاو په برید کې د دوی اووه تنه پوځیان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

په نښته کې پنځه تنه یاغیان هم وژل شوي دي.

پېښه د فلېپين په شمال آېسابېلا کې د پوځ د ګزمې پر مهال رامنځ ته شوې ده.

د حکومت او سیاسي اړخ د ملي دېموکرات ګوند تر منځ د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي.

له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې تر ۳۰۰۰۰ ډېر کسان د فلېپين په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .