سېراليونیان نوی ولسمشر او پارلمان ټاکي

د خپريدو وخت: 17:41 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

په سېراليون کې خلکو د رایو ورکولو مرکزونو په مخ کې اوږده کتارونه جوړ کړي وو چې د ولسشرۍ او پارلماني ټاکنو کې خپله رایه وکاروي.

اوسنی ولسمشر، اېرنسټ بای کوروم، تمه لري چې د دویم ځل لپاره واک ترلاسه کړي.

خو د هغه د سیال او د پوځ د پخواني مشر، جولیوس ماډا بیو، ترمنځ ډېره نژدې او سخته سیالي روانه ده. رایه ورکوونکي د حالاتو د ډاډمنتیا په اړه سره وېشلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .