اسراییلی پلاوی د اوربند لپاره قاهرې ته تللی

د خپريدو وخت: 06:03 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

د اسرايیلو او فلسطين ترمنځ د اوربند د ټينگېدو لپاره يو اسرايیلي پلاوى قاهرې ته رسېدلى دى.

تر اوسه د مصري چارواکو سره د دغه پلاوي د ليدو کتو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو حماس ويلي چې په دغو خبرو اترو کې د اوربند د شرايطو په اړه سلا مشورې شوي دي.

په پام کې ده چې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم نن قاهرې ته سفر وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .