اسراییل وايي پر کور د بمبارۍ کولو په اړه تحقیق کوي

د خپريدو وخت: 12:34 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

اسراییلي چارواکي وايي، د هغه رپوټ په اړه څیړنې کوي چې ویل شوي، دوی د یکشنبې په ورځ په غزه کې پر یو کور برید کړی چې په پایله کې یې د یوې کورني۱۰ غړي وژل شوي.

اسراییل پر غزې د بمباریو په شپږمه ورځ وايي، تېره شپه یې په غزه کې تر ۸۰ ډېر هدفونه په نښه کړي. اسراييل وايي، په نښه شویو ځایونو کې د حماس د پولیسو مرکز او د توغندي ویشتلو ترځمکې لاندې سیسټمونه شامل دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، له چهارشنبې ورځې راهیسې د اسراییلو په بمباریو کې۹۰ تنه وژل شوي چې اکثر یې ملکي وګړي دي.

اسراییل وايي، له تېرې شپې راهیسې د دوی پر خاوره له غزې یوازې یو راکټ لګیدلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .