اسراییل د غزې پر راتلونکو عملیاتو غږېږي

د خپريدو وخت: 06:57 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

د اسراييلو کابينه غونډه کوي چې له شپږ ورځو تاوتريخوالي وروسته غزه کې د خپلو پوځي عملياتو پر راتلونکي خبرې وکړي.

ويل کېږي چې وزيران به د اوربند پر هغه پلان هم غور کوي، چې مصر وړاندې کړى دى.

د اسراييلي چارواکو له خولې ويل شوي دي چې پر اوربند د خبرو له کبله د غزې په وړاندې ممکنه ځمکنى بريد ځنډول شوى دى.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د مصر ولسمشر محمد مرسي د اسراييلو له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو سره په دې اړه خبرې کړې دي.

اسراييلو او حماس دواړو د اوربند د ټينگولو لپار خپل خپل وړانديزونه کړي دي.

حماس د اسراييلو له لوري د غزې د کلابندۍ د پاى ته رسولو او اسراييلو بيا پر خاورې يې د توغنديو ويشتلو د درولو غوښتنه کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .