افغانستان ته د برتانیا او پاکستان لوی درستیزان راغلی

د خپريدو وخت: 07:26 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

د افغانستان ددفاع وزارت وايي، چې په دغه وزارت کې د پاکستان لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني خبري غونډه لري.

بل خوا، دغه وزات ویلي، چې د برتانیا لوی درستیز جنرال سر ډېوېډ ریچرډ هم ده وزارت ته ورغلی او اټکل دی، چې خبري ناسته ولري.

تېر کال د برتانیا لوی درستیز ویلي وو، چې له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو تر وتون وروسته به په دې هېواد کې یو شمېر برتانوي ځواکونه پاتې شي.

جنرال سر ډېوېډ ریچرډ په دې باور دی چې سلګونه برتانونوي پوځيان به د احتیاط لپاره افغانستان کې پاتې شي.

دغه برتانوي جنرال ادعا کړې وه، چې ۸۰٪ افغانان، افغانستان کې طالبان نه غواړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .