م م وايي افغانستان کې د کوکنارو کرل ډېر شوي

د خپريدو وخت: 23:06 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

د ملګرو ملتونو یو نوی راپور ښیي چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۱۸ سلنه ډېروالی راغلی دی.

په همدې راپور کې راغلي چې په دغه هېواد کې د خرابې هوا او کرنیزو آفتونو له کبله د نشه يي توکو تولید یو په دریمه راکم شوی دی.

د کوکنارو د کرکیلي سره د افغان حکومت د مبارزې سره سره، په نړیوالو بازارونو کې د هیروینو د بیو لوړوالي خلک هڅولي چې دغه کښت ته مخه کړي.

ویل کېږي افغانستان د نړۍ څه باندې ۹۰ سلنه پوډر جوړوي او طالبان او نورې جنایي وسله والې ډلې له همدې لارې ډېرې ګټي اخلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .