پاکستان کې د نننیو بریدونو مسوولیت طالبانو منلی

د خپريدو وخت: 07:44 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

وسله والو پاکستاني طالبانو د پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د تر سره شویو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دغه بریدونه د پاکستان په کراچۍ، راولپنډۍ او بنو ښارونو کې تر سره شول.

پاکستان کې امنیتي چارواکو نن سهار( د نومبر ۲۲) وویل، د پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې ځانمرګی برید شوی.

د ځايي چارواکو په وینا دغه برید د شیعه ګانو د عزادارۍ مراسیمو پر یوه لاریون شوی، چې په پایله کې ۱۸ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

له دې مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بمي چاودنې په پایله کې یو کس ووژل شو او ګڼ نور ټپیان شول.

د ځايي پولیسو مشر جاوید اوډو خبریالانو ته وویل، چې چاودنه د اورنګي ټاون په سیمه کې وشوه. د نوموړي په خبره بم په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و، چې د ریموټ کنترول په وسیله وچاودېد. بل لور ته بنو ښار ته څېرمه په جاني خیل سیمه کې د پولیسو پر یوه کتار ډزې شوې، چې د ځايي پولیسو د مشر اپیل خان په ګډون په کې دوه تنه پولیس ووژل شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .