مصریانو د نوي اساسي قانون ضد مظاهره وکړه

د خپريدو وخت: 05:06 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

په مصر کې مخالفو ګوندونو د ولسمشر له لوري د اساسي قانون په تړاو د نوي فرمان پرضد مظاهرې وکړې.

دغه فرمان ولسمشر ته نور واک ورکوي.

یوه مخالف مشر محمد البرادعي ولسمشر تورن کړ، چې ګني خپل ځان یې د نوي پاچا په توګه ګرځولی دی.

د مبارک ضد پاڅونونو یو مخکښ وایل غنیم بیا ویلي، چې پاڅون د یوه مهربانه دکتاتور رامنځ ته کېدو لپاره نه وو رامنځ ته شوی.

د مصر نوی اساسي قانون وايي، د ولسمشر پرېکړې باید د قضايي چاراوکو په ګډون د هېچا له لوري لغوه نه شي.

د ولسمشر پلویان وايي، دغه ګام د مصر له انقلاب په ملاتړسره اخیستل شوی دی.

د قاهرې په مرکز کې د څلورمې ورځې لپاره د نوي اساسي قانون د پرېکړې ضد مظاهرې روانې دي، چې مظاهره کوونکو او پولیسو شخړه هم په کې کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .