اسراییلو یو فلسطینی د چاودنې په تور نیولی

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

اسراییلي چارواکي وايي د یوه اسارییلي په ګډون یې څو تنه فلسطینیان د چهار شنبې په ورځ د تل ابیب په یوه بس موټر کې د یوې بمي چاودنې په تور نیولی دی.

په هغې چاودنې کې نهه ویشت تنه ټپیان شوي وو.

د چاودنې تر پېښې څو ساعته وروسته د حماس او اسراییلو چارواکو پر اوربند سلا وکړه او اته ورځنی تاوتریخوالی یې پای ته ورساوه.

اسراییلي پولیس وايي چاودیدونکي توکي له لېرې واټنه د ګرځنده یا موبایل ټیلیفون په وسیلې چوول شوي دي.

وروسته تر شپږو کلونو دا د تل ابیب له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه لومړی دا شان برید وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .