کابل کې عاشورا ته کلک امنیت نیول شوی

د خپريدو وخت: 04:57 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

د افغانستان پلازمېنې کابل کې د عاشورا مراسمو پر مهال کلک امنيتی تدبيرونه نيول شوي دي.

راپرونه وايي د ښار شيعه مېشتو برخو کې کاروبار ځنډېدلی، بازارونه بند او هټۍ يې تړلي دي.

امنيتي تدبيرونه د تېرو کلونو پرتله د ښار په يو شمېر برخو کې سخت شوي او نژدې په هره لار او کوڅه کې امنيتي ځواکونه لېدلي کېږي.

شيعه ماتم کوونکي نن د محرم پر لسمه چې عاشورا او د امام حسين وژل کېدو ورځ ده د ماتم مراسم ترسره کوي.

د کابل په نژدې ټول ښار کې رنګارنګ بېرغونه ځړول شوي، چې د حسين پر مرګ د وير څرګندونه کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .